د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د روږدو درملنې پر روغتون د برید له ټپیانو څخه ليدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۲۸
moph

د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د پاکستان له لوري د روږدو درملنې پر روغتون د وحشيانه برید له امله د ټپي شويو هېوادوالو احوال واخيست؛ د روغتیايي کارکوونکو هڅې یې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د ټپیانو لازمه درملنه ترسره او خپلو مسؤليتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

دغه راز، ښاغلي وزیر د پاکستان له لوري د روږدو درملنې پر روغتون د شوي وحشیانه برید له ټپیانو سره په لیدنه کې د هغوی د روغتيا هيله څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS