د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي مولوي نور جلال جلالي او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه بادغیس ولایت ته سفر ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۴۰
moph

د دې سفر په ترڅ کې د ښاغلي وزیر په لارښوونه، ګډ تخنیکي ټیم د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ اساسي روغتیايي مرکز له خدماتي بهیر څخه لیدنه وکړه، د یاد مرکز بېلابېلو څانګو نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې د دغه مرکز مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو سره شریکې کړې.

د یاد مرکز روغتیايي کارکوونکو د شته نیمګړتیاوو د حل ډاډ څرګند او د خدمتونو ښه والي په موخه یې یو شمېر وړاندیزونه له تخنیکي ټیم سره شریک کړل، چې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS