د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت له لوري د نړیوال روغتیايي پوښښ غونډه د «سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۴۲
MOPH

په دې غونډه کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د دې وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، یونیسف ادارې او رسنیو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل: (عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عدالت د تأمین، د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او د بې وزلو قشرونو د ملاتړ په موخه خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، چې په همدي موخه په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له ۴۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي، نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه وزارت به په راتلونکي کې هم د خلکو د روغتیا ساتنې او د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي په موخه خپلې هڅې روانې ساتي).

همدارنګه، د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم د «سالم نسل، سالم راتلونکی، سالم اقتصاد» شعار د ارزښت او موخې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دې موخې ته رسېدل د ټولو ټولنو ګډو هڅو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې افغانان د نړۍ د نورو ملتونو پرتله د روغتیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه راز، ډاکټر سید رسول منګل څرګنده کړه، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مشخصې لارې چارې او اقدامات د وزارت په پالیسیو او ستراتیژیو کې شامل شوي، چې دا اقدامات په جدي ډول د تطبیق په حال کې دي.

سربېره پر دې، د عامې روغتیا وزارت د اقتصاد او تمویل رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي وویل، د اسلامي امارت  له واکمنېدو وروسته روغتیايي خدمتونه پراخ شوي، بودجه کال په کال زیاته شوې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ښه‌والي لپاره د رهبرۍ ژمنتیا هم موجوده ده.

د دې غونډې په پای کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې استازو د روغتیايي وضعیت په اړه ویناوې وکړې او د ګډو همکاریو پر اهمیت یې د ټینګار ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت سره د خپلو همکاریو او ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS