د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د میندو او خوارځواکو ماشومانو لپاره په کور دننه د اړینو خوراکي توکو ، RUTF  او Micronutrients د تولید په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱۸
MOPH

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د یونیسف نړیوالې ادارې، ملګرو ملتونو (UN)، نړیوال بانک ، د اسیا پراختیايي بانک، بېلابېلو مؤسسو او د خصوصي سکتور استازو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي خوارځواکي د روغتیايي سکتور لپاره یوه جدي ستونزه وبلله او په دې برخه کې یې پر باکیفیته او اغېزمنو خدماتو، لازمو او مخلصانه همکاریو، د مرستو پر سالم مدیریت، د خوراکي توکو پر کیفیت خوندیتوب او هم یې په کور دننه د معیاري خوراکي توکو (مغذي موادو) د تولید پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دغه راز ښاغلي وزیر وویل، په کور دننه د مغذي موادو تولید نه یواځې د کیفیت خوندیتوب تضمینوي، بلکې اقتصادي ګټې لري او هم کاري فرصتونه رامنځته کوي چې له بهر راوړلو باندې یې په زیاته اندازه لګښت کیږي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د عامه تغذیې خدماتو د پیاوړتیا او اغېزمنتیا لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ او ویې ویل: هغه عوامل چې عامه تغذیه زیانمنوي، باید په جدي ډول وڅېړل شي او لازم اقدامات دې ترسره شي؛ تر څو ټولو ته خوندي خواړه برابر شي.

نوموړي پر نړیوالو هم غږ وکړ، چې د عامه تغذیې خدمات دې له سیاست سره نه ‌تړي؛ ځکه دا یو انساني اړتیا او د ټولو مسؤلیت دی.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس ډاکټر حکمت‌ الله معصومي د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د وزارت رهبرۍ ته یې د پوره هڅو او بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړ.

بل لور د همکارو ادارو استازو د تغذیې پروګرام د پیاوړتیا لپاره له وزارت سره د همکاریو ژمنې تر څنګ افغانستان ته د هغه خوړو (مغذي مواد) چې د دوی قراردادیان یې واردوي د کیفیت خوندیتوب او تنظیم ډاډ ورکړ او هم یې د تغذیې اړوند معلومات او نظریات شریک کړل ، ورته مهال د خصوصي سکتور استازو هم په یاده برخه کې د خپلو وړتیاوو او تولیداتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د همکاریو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS