د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مقام د هدایت په اساس ټاکل شوي هیئت جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۱۶.۴ ميليونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې پرانیسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۸:۴۷
MOPH

یاده پروژه چې د خصوصي سکټور له لوري پرې ۱۶.۴ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې ده، د ا.ا.ا د رياست الوزرا عالي مقام په ۱۴۴۵/۹/۲۷ نېټه د ۴۸۷۸ ګڼې حکم پر اساس د عامه او خصوصي مشارکت تر چتر لاندې د جوزجان ولايت افغان ترک د ماشومانو درملنې روغتون کې د کفيټريا، پايواز خونو او دوکانونو جوړولو په موخه منظوره شوې وه، پرانیسته یې د عامې روغتيا وزارت تخنیکي هیئت، د جوزجان د والي، عامې روغتیا رئیس، د عامه او خصوصي مشارکت رئيس او د یاد ولایت د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې تر سره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په پرانیستې سره به یادو برخو کې ناروغانو او پایوازانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS