د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې د سیمه‌ ییز دفتر له یو شمېر غړو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۲:۲۷
MOPH

په دې ناسته کې د روغتیایي ارقامو د جریان ارزونې، د اړوندو برخو د ښکیلتیا کچې، د ارقامو اړوند حکومت‌ دارۍ او تخنیکي تشو پېژندنې، د روغتیایي سیسټمونو د ادغام پروسې ملاتړ او د ارقامو د برېښنایي کېدو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني روغتیایي ارقام او شواهد د روغتیایي پالیسۍ جوړلو او پرېکړو کولو کې مهم وبلل او په دې برخه کې یې پر لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ؛ ترڅو د ارقامو دقت او اعتبار خوندي شي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په اړوند ذکر شویو برخو کې د کاري شریکانو او تمویلوونکو ادارو سره د یوې منظمې همغږۍ او میکانیزم له لارې فعالیتونه ترسره او ټاکل شوې موخې تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS