د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي دايکندي ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي، الحاج ملا نجيب الله رفيع سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۱۳
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتيايي پراختيا او پاليسۍ مرستیال، د خپل سفر اساسي موخې، چې په کې د ياد ولايت د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ارزونه، په يو شمېر ولسواليو کې د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره د سيمو ځانګړي کول او د هېوادوالو اړتیاوو او غوښتنو ته رسېدنه وه، له ښاغلي والي سره شریکې کړې.

ښاغلي مرستیال وویل: (د دې لپاره چې د هېواد ټول اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي، د عامې روغتيا وزارت له لوري د روغتيايي خدمتونو د پراختيا لړۍ پيل شوی او په همدې موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې روانې دي، چې دايکندي ولایت هم د دې ملي برنامې برخه ده او په نږدې راتلونکي کې به د دې ولایت په څو ولسوالیو کې هم د عمومي روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شي).

دغه راز د دايکندي والي، ښاغلي مرستیال ته ښه راغلاست ووايه د نوموړي سفر يې وستایه او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ یې مننه وکړه، چې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت ښه والي لپاره عملي ګامونه اخلي او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته لازمې روغتيايي اسانتیاوې برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS