د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او اړوند تخنیکي ټیم د درملو او طبي تجهیزاتو واردونکو اتحادیې له مسؤلینو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۶
MOPH

ياده ناسته چې د خوړو او درملو معينيت کې ترسره شوه، د خوړو او درملو  مرستيال د ګډونوالو د ستونزو، نظرونو او وړاندیزونو اورېدو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې یادو موضوعاتو ته د هر اړخیزې رسېدنې لپاره به لازم او اغېزمن اقدامات تر سره شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د وروستۍ منظور شوې مسودې په چوکاټ کې د درملو او روغتیايي محصولاتو واردونکو لپاره د نويو اسانتیاوو په اړه هم اړین معلومات ورکړل شول.

په دې ناسته کې له سوداګرو غوښتنه وشوه، چې په اوسنیو شرایطو کې له هر ډول غیر قانوني بيو لوړوالي او د درملو له احتکار څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو د درملو د بازارونو نظم وساتل شي او هم د خلکو لپاره د درملو د کمښت یا د بیو لوړوالي له امله اندېښنې رامنځته نه شي.

ښاغلي مرستيال خبرداری ورکړ، چې هغو شرکتونو یا کسانو سره به جدي او قانوني چلند وشي، چې د درملو احتکار وکړي او یا په غیر قانوني ډول بيې لوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري، په ځانګړې توګه د خوړو او درملو معینیت په منظم او دوامداره توګه د دې سکتور له سوداګرو سره په اړيکه کې دی، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د درملو برخه کې د خلکو اړتیاوې په وخت پوره او د سوداګرو ستونزو ته هم ژر رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

نورستان ولايت کې سیلاب‌ ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې روغتیايي اسانتياوې برابر شوي دي

د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او بېړنیو ناروغانو درملنې په موخه امبولانسونه او نور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې د هوا ککړتیا د مخنیوي نظارتونه ترسره کړل

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي د نورستان له والي سره د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وڅېړه

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، ښاغلي الحاج زین‌العابدین عابد سره ناسته. . .

BACK TO NEWS