د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د درملو اړوند عمده پلورونکو ، توریدي شرکتونو او درملتونونو د اتحادیو له مسؤولینو سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۶:۴
moph

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او یو شمیر نورو مسؤولینو شتون درلود، د درملو د نرخونو پر کنټرول، د احتکار څخه د مخنیوي ډاډ او په بازار کې د با کیفیته درملو په شتون او مدیریت خبرې تر سره شوې.

ښاغلي وزیر ولسونو ته د با کیفیته او په مناسب قیمت د درملو عرضه کول د ټولو ګډ مسؤولیت وګاڼه او په وینا یې په دې برخه کې باید ټول ګډ مسؤولیت اداء کړي ، ښاغلي وزیر وویل د افغانستان بازار اوس یواځې په یو ځای نه دی تکیه، نو هڅه کوو چې د درملو برخه کې شته ستونزې حل او د با کیفیته درملو لپاره په بدیلو لارو کار وکړو، بل لور ته د اتحادیو مسؤولینو د هغه بهرنیو افواهاتو اړوند وویل چې ګواکې په مارکیټ کې د درملو کمښت دی یا ستونزې را منځته شوي، دوۍ دا خبرې بې بنیاده او د ځینې بهرنیو تبلیغاتي کړیو له لوري تبلیغاتي هڅه وبلله، نوموړو مسؤولینو وویل اوس مهال په بازار کې په کافي اندازه درمل شتون لري، چې لا له کومې لویې ستونزې سره نه دي مخ شوي او تر ډیره ولس ته ډاډ ورکوو چې د درملنې لپاره به د درملو له کمښت سره نه مخ کیږي، د مجلس په جریان کې ښاغلي مرستیال حمدالله زاهد د نظارتي ټیمونو د هڅو او کړنو یادونه وکړه او و یې ویل په دې برخه کې به مو هڅې لا جریان ولري تر څو وکولای شو په مناسب قیمت با کیفیته درملو ته د ټولو لاسرسی جاري وساتو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS