دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، په ملتیا په کابل کې د علي جناح او استقلال روغتونونو له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.

د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ، په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې مالي مرسته هم وکړه

ښاغلي مرستیال د یادو روغتونونو عاجل خدمتونه، د ناروغانو د پاملرنې بهیر، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت، د روغتیايي کارکوونکو حضور او بېلابېلې څانګې له نږدې ولیدلې چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، د اختر په شپو او ورځو کې د دوامدارو او منظمو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل او د روغتونونو له مسئولینو یې وغوښتل چې ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، اغېزمنې رسېدنې او کاري نظم د ساتنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادو روغتونونو مسئولینو هم د عامې روغتیا وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او د روانو خدمتونو، د ناروغانو شمېر، د عاجلو څانګو فعالیتونو او شته ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل هغوی ډاډ څرګند کړ چې د اختر په شپو او ورځو کې به روغتیايي خدمتونه په منظم ډول دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د اختر په شپو او ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د فعال ساتلو هدایت کړی، ترڅو هېوادوالو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې او روغتیايي ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS