د  روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د (JACK) مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د  روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د یونیسف ادرې د استازو په شتون کې د جک (JACK) تطبیق کوونکې مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې په غزنې ولایت کې د یادې مؤسسې له لوري د ترسره شویو فعالیتونو، د دې ولایت اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کېدو، روغتیايي کارکوونکو ته په مساوي ډول د معاشاتو په ورکړې او روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو رسولو اړوند، بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د غزني اوسېدونکو ته په معیاري ډول د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ټینګار وکړ او د یادې مؤسسې له مسؤلینو وغوښتل، چې په دې برخه کې ولس ته په ریښتیني ډول غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او ټولو روغتیايي کارکوونکو ته په مساوي ډول معاشات ورکړي.

له بل لوري د یادې مؤسسې مسؤلینو د روغتیا په برخه کې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کېدو او روغتیايي کارکوونکو ته په مساوي ډول د معاشاتو د ورکړې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د دایکندي ولایت روغتیايي ځالو ته د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي وېشل کېږي

د دایکندي عامې روغتیا ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لوري د نږدې ۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي تجهیزات، درمل او طبي مصرفي توکي د دغه ولایت روغتیايي ځالونو. . .

BACK TO NEWS