خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو له یو شمېر تولیدي کارخونو او عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۷
moph

یاد نظارت د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې پنځه درملتونونه د غیر قانوني فعالیت، دوه روغتیایي کتنځایونه، یوه اکسری خونه او پنځه لابراتوارونه د قانوني د جواز نه لرلو له امله وتړل شول.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې ۳۷۸ کارتنه بېلابېلو له نېټې تېر خوراکي توکي او ۵۳ قلمه له نېټې تېر درمل، چې ۵۰ کیلو ګرامه کېږي، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS