خوست ولایتي روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت لس بستریزه د بېړنۍ پاملرنې (ICU) څانګه پرانیستل شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د لس بستریزې بېړنۍ پاملرنې (ICU) څانګه پرانیستله.
یاده څانګه چې د لسو بسترو ظرفیت لري، په معیاري طبي تجهیزاتو سمبال او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې څانګې د پرانیستې مراسمو کې ښاغلي مرستیال وویل، ا.ا ژمن دی چې خپلو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه چمتو کړي او د دې موخې لپاره په راتلونکي کې هم پراخ پلانونه تر لاس لاندې لري.
همدارنګه، د خوست ولایت د والي مرستیال، محبوب شاه قانت وویل: خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو برابرول د ا.ا، اساسي اصل دی او ا.ا ژمن دی چې نه یوازې په خوست، بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې روغتیايي او پراختیايي پروژې پلې کړي، ترڅو د خلکو پر وړاندې د دولت مسؤلیت په ښه توګه ادا شي.
د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر اکرم محمد عکرمه وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي، معیاري کېدو او د نورو روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره نور اقدامات هم ترسره شي.
