الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په بنګله‌دېش کې د درملو د تنظیم ادارې له مشر سره وکتل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۴۹
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس الحافظ ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي او مل تخنیکي ټیم بنګله ‌دېش ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د درملو د تنظیم ادارې له لوی رئیس ښاغلي محمد عالمګیر حسین سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې دواړو لورو د درملو او روغتیایي محصولاتو د سکتور تنظیم، څارنې او پراختیا اړوند مهمو موضوعاتو باندې خبرې ترسره او نظرونه شریک کړل. سربېره پر دې، په افغانستان کې د درملو او روغتیایي محصولاتو د ثبت او راجستر پروسو اسانه کولو او په دې برخه کې د بنګله‌ دېش د عملي تجربو څخه د ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.

همدارنګه، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو پر اهمیت، د کاري تجربو پر شریکولو او په روغتیایي سکتور کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا چاره یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د دواړو هېوادونو د څارنې سیستمونو ښه والي لپاره مهمه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS