ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي سره د روغتیایي خدماتو اړوند ستونزو حل په موخه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۷
moph

په دې ناسته کې د غزني والي ښاغلي مولوي عبد الصمد جاويد، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري یې هم ملتیا کوله، د روغتیایي خدماتو په برخه کې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او همدارنګه، د نیمه پاتې پروژو د چارو چټکتیا او روغتیایي خدماتو د پراختیا غوښتنه یې ترې وکړه.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر ډاډ ورکړ، چې غزني ولایت کې به د نیمه پاتې پروژو چارې چټکې او شته ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وکړي، څو په دغه ولایت کې د خلکو روغتیايي ستونزې حل او خدمات معیاري شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS