د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د یونیسف نړیوالې ادارې له تخنیکي استازو سره د ګډ نظارتي چک ‌لېست د جوړېدو په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۳۹
moph

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت او یونیسف نړیوالې ادارې ترمنځ د ګډ نظارت لپاره د یو جامع، معیاري او واحد چک ‌لېست پر جوړښت او د هغه د تطبیق پر څرنګوالي هر اړخیز بحث ترسره او په ډېرو مواردو توافق وشو.

ټاکل شوې ده، چې د دغه ګډ نظارتي چک لیست په بشپړېدو او د مقام له تائید وروسته به دواړه لوري ګډې نظارتي چارې پیل کړي؛ څو نظارتونه لا اغېزمن شي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست او یونسیف نړیوالې ادارې له لوري جلا جلا نظارتونه ترسره کېدل؛ خو د دې نظارتونو اغېز د یونیسف په پرېکړو او تعقیبي اقداماتو کې محدود وو، ځکه چې تطبیق کوونکې مؤسسې له یونیسف سره قراردادي اړیکه لري او د همدې ستونزې د حل کولو او د نظارت د اغېزمنتیا لوړولو په موخه د څارنې او پلټنې لوی ریاست د نوښت په توګه د ګډ نظارت میکانیزم رامنځته کول اړین وبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د Akbar, OPM, SAF, MdM, AHDS, PUAMI, TdH او INTERSOS موسسؤ استازو شتون درلود په کې د همغږۍ پیاوړتیا، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د درملو د وارداتو او مقرراتي محدودیتونو،. . .

BACK TO NEWS