د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه
د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمالختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندز د عامې روغتیا رئیس د روغتیايي پروژو په پلي کولو کې د خلکو رول، همکاري او ګډون حیاتي او برخلیک ټاکونکی وباله او د ارباب محمد سرور له هڅو او نېک اقدام څخه چې د ځمکې په وقف او د دې ودانۍ په جوړولو کې یې کړی، مننه او قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ د ارباب محمد سرور په شخصي مالي مرسته جوړه شوې ده، چې دا د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د سیمې خلکو ته د بنسټیزو روغتیايي خدماتو د لاسرسي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
