د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ملاریا پروګرام د ارزونې په موخه د EMRO او جینیوا له ګډ پلاوي سره لیدنه وکړه
یاده لیدنه د دې لپاره ترسره شوه، څو د ملاریا پروګرام اړوند هغه معلومات و ارزول شي، چې د عامې روغتیا وزارت په مرکزي DHIS2 سیستم کې راټولېږي او د سیستم د لا ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، یاد پلاوي د DHIS2 سیستم د معلوماتو د ثبت، تحلیل او راپور ورکولو بهیر له نږدې ولید او د څارنې او پلټنې لوی رئیس د پروګرام پیاوړتیا او د معلوماتو کیفیت ښه والي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
