د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت‌ الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د ملاریا پروګرام د ارزونې په موخه د EMRO او جینیوا له ګډ پلاوي سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۳:۳
moph

یاده لیدنه د دې لپاره ترسره شوه، څو د ملاریا پروګرام اړوند هغه معلومات و ارزول شي، چې د عامې روغتیا وزارت په مرکزي DHIS2 سیستم کې راټولېږي او د سیستم د لا ښه‌ والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

همدارنګه، یاد پلاوي د DHIS2 سیستم د معلوماتو د ثبت، تحلیل او راپور ورکولو بهیر له نږدې ولید او د څارنې او پلټنې لوی رئیس د پروګرام پیاوړتیا او د معلوماتو کیفیت ښه‌ والي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ملاريا ناروغۍ ملي پروګرام د بیا کتنې دوهم پړاو معلوماتي غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت يو شمېر مرکزي رئيسانو، افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان مشر ډاکټر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۹
Background image

د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند د کټار ګمبیر بنسټیز روغتیایي مرکز نوې ودانۍ ګټې‌ اخیستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د نورستان عامې روغتیا ریاست په هڅو او د DACCAR مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې، چې د سیمې اوسېدونکو ته به د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې اسانتیاوې رامنځته او ډېری ستونزې به. . .

BACK TO NEWS