هرات او پکتیا ولایتونو کې د خوراکي توکو له څلورو فابریکو او پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۱۷
moph

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې عمومي مدیریتونو له‌ لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي کې ۹۵ رول سلیفون تقلبي، دوه کڅوړې له نېټې تېری زانتان (Xanthan) او ۱۶۰۰ کیلو ګرامه ناپېژندل شوي او بې لیبله اسانس او پکتیا ولایت کې ۲۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدامونو ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ناروغانو د خوندیتوب او پاملرنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړ شوي مراسم چې د"هر نوي زیږېدلي او هر ماشوم لپاره خوندي پاملرنه" تر شعار لاندې تر سره شول؛ په کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو رئیسانو، روغتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو، لابراتوارنو، هوټلونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۵۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۴۷
Background image

خوست کې ۷ روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول

د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په دوهمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله. . .

BACK TO NEWS