د عامې روغتیا وزارت له لوري د ناروغانو د خوندیتوب او پاملرنې په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۵۷
MOPH

په همدې موخه جوړ شوي مراسم چې د"هر نوي زیږېدلي او هر ماشوم لپاره خوندي پاملرنه" تر شعار لاندې تر سره شول؛ په کې د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو رئیسانو، روغتیا نړیوال سازمان استازو او روغتیايي کارکونکو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي په روغتونونو کې د ناروغانو خوندیتوب اړین وباله او دا یې د ناروغانو په ځانګړې توګه د نویو زیږېدلو ماشومانو د مړینې کچې د ټیټوالي لپاره مهم اقدام یاد کړ.

د معالجوي طب لوی رئیس دغه راز په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ترسره کړي فعالیتونو بیان او د راتلونکو پلانونو یادونه یې وکړه.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر آمین الله مومند له روغتیایي کارکوونکو غوښتنه وکړه، چې د ناروغانو خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي، څو د درملنې معیاريات نور هم لوړ شي.

تر یادو مراسمو وروسته مسئولینو د ملالۍ روغتون د نویو زیږېدلو ناروغانو له څانګې څخه لیدنه ترسره او روغتیایي کارکونکو ته یې د ناروغانو خوندیتوب اړوند لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS