خوست کې ۷ روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۴۷
MOPH

د خوست د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت په دوهمه، درېیمه، څلورمه او پنځمه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې ۷ روغتیایي کتنځایونه د شفري نسخو لیکلو له امله وتړل شول.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې د روغتیایي مرکزونو مسؤلینو ته د شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو خلکو ته باکیفیته روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS