په کابل کې د خوارځواکۍ اړوند خدمتونو د کیفیت د څارنې لپاره د عامې روغتیا وزارت لیدنه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۸:۵۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي کابل ولایت کې له Health Net HN-TPO مؤسسې څخه چې د خوارځواکۍ اړوند خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت پر غاړه لري، څارنه ترسره کړه

یاده څارنه چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د پروژې د MAM پروګرام له یو شمېر خوارځواکۍ مرکزونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه، د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې او د پروژې مسؤلینو ته یادونه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت سره د شوي هوکړه لیک سره سم دې معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

د څارنې رئیس دغه راز، روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې، درملنې او معیاري خدماتو برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS