د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار اړوند پنځلسمې ناحیې کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت تر سره شو
د یاد نظارت په ترڅ کې د رسټورانټونو مسؤلینو ته د حفظ الصحې د مراعت کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او ۲۵۰ تنو ته روغتیايي تعلیمات ورکړل شول.
همداراز، د بېلا بېلو اصنافو کارکوونکي د روغتیایي کارتونو تر لاسه کولو لپاره په جدي توګه د چاپیریال روغتیا ریاست ته وغوښتل شول او د ښار په یو شمېر مناسبو ځایونو کې روغتیایي لارښودونه نصب شول.
