د عامې روغتیا وزارت له لوري د رواني روغتیا په برخه کې د دریو ولایتونو ۱۹ ډاکټرانو ته روزنیز ټرېننګ ورکړل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۱۲
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د رواني روغتيا آمريت په همکارۍ او د HealthNet TPO مؤسسې په تخنيکي ملاتړ د غزني، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو ۱۹ تنه ډاکټرانو ته د روانې روغتيا برخه کې روزنيز ټرېننګ ورکړل شو

دغه روزنيز ټرېننګ د رواني روغتيا ستونزو د تشخيص او مديريت برخه کې د ډاکټرانو د مسلکي ظرفيت لوړولو په موخه ترسره شو، په کې د غزني، لوګر او ميدان وردګو ولايتونو د جامع روغتيايي مرکزونو ۱۹ تنه ډاکترانو ګډون درلود، چې د مجربو استادانو له لوري ورته په یاده برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS