د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د روغتیا ملي ستراتیژۍ د جوړولو په موخه د لارښود تائید لپاره د تخنیکي کمېټې ناسته تر سره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۴۶
MOPH

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل تر معاونیت لاندې، د وزارت عمومي رئیسانو، د مقام د دفتر استازو او د تخنیکي کمېټې غړو په شتون کې ترسره شوه

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: موږ د اړوندو ادارو ترمنځ د تخنیکي هڅو او اغېزمنې همغږۍ ستاینه کوو او په بریالۍ توګه د دې ستراتیژۍ پلي کول کولای شي د روغتیایي خدمتونو د دوامداره ښه والي او په هېواد کې د روغتیا سکټور د ظرفیت لوړولو لپاره لاره هواره کړي.

د غونډې په دوام، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل د تخنیکي فرعي کمېټو د جوړولو او فعالولو پر اهمیت ټینګار وکړ، دا کمېټې یې د ستراتیژۍ د اغېزمن پلي کولو، د چارو غوره همغږۍ او د تخنیکي مشورو لپاره اړینې وګڼلې او غوښتنه یې وکړه، چې د دې کمېټو فعالیتونه دې د تخصصي ترکیب په لرلو سره د اړوندو ادارو سره په ګډه ترسره شي.

له بلې خوا، د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د مفاهیمو یادښتونو او وړاندیزونو ارشد متخصص، محمد ایمل قیامي، د یو بشپړ پریزنټېشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د روغتیا ملي ستراتیژۍ د پراختیا په موخه لارښوونې تشریح کړې او د تدوین مرحلو، موخو، جوړښت او د دې ستراتېژۍ د پلي کولو څرنګوالي په اړه یې هم معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS