د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې له ولایت والي او امنیې قومندان سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۳
MOPH

په دې ناسته کې د سمنګان والي ملا شعیب رسالت او امنیې قومندان مولوي حبیب الله شاکر د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، یاد ولایت کې روغتیایي برخې ته د ځانګړې پاملرنې هیله څرګنده کړه.

 ښاغلي وزیر، د سمنګان والي او امنیې قومندان ته د خپل سفر موخه چې د روغتیایي خدمتونو ارزول دي، روښانه او په دې ولایت کې یې د روغتیایي خدمتونو پراختیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS