د بغلان ولایت په مرکزي بغلان سل بستریز روغتون کې د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره د جدي پاملرنې څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۹:۱۲
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان عامې روغتیا رییس، ډاکټر عبدالقهار احمدي وویل: ( د بغلان عامې روغتیا ریاست په همغږۍ او د اغاخان بنسټ په مالي همکارۍ د مرکزي بغلان په سل بستریز روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره دغه معیاري څانګه د ټولو طبي وسایلو په درلودلو سره فعاله شوه، چې د ولایت په کچه به په کې د نویو زیږېدلو ماشومانو درملنه کېږي).

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد بنسټ په مالي همکارۍ د دغه ولایت نهرین ولسوالۍ په ۳۵ بستریز روغتون کې د جراحي عملیاتو معیاري څانګه هم په اساسي ډول فعاله او په اړینو طبي وسایلو سمبال شوه، چې د ګڼو ناروغانو روغتیايي ستونزې به ورسره حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS