د ۱۴۰۳ کال د Comprehensive ازموینی د نوماندانو د پام وړ

akbari_admin

هغه محترم ډاکټران چی غواړی د ۱۴۰۳ کال په Comprehensive آزموینه کې گډون وکړی لاندیني ټکي دی په نظر کې ولري:

۱ د مونوګراف  بشپړول او تائيدي حتمی ده.

۲- هغه ډاکټرانو چی د تخصص پروګرام یی بشپړ او مونوګرافونه یی نه دی تکمیل کړی د اکمال تخصص دعلمی کمیټی د فیصلی پر اساس نوموړی ډاکټران دی خپل  پروپوزلونه تر ۱۷/۰۲/۱۴۰۳نیټی پوری د اکمال تخصص عمومی ریاست ته وسپاري د نوموړي نیټی څخه وروسته د دوی پروپوزلونه د علمی کمیټی لپاره دمنلو وړ نه دی .       

۳- ټول محترم نوماندان دي د ټریننګ فایل (نمری) تر آزمویني د مخه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاری.

 ۴- د ۱۴۰۳  کال Comprehensive آزموینی لپاره د ۱۴۰۲ کال ریفرنسونه دی چی پخوا د عامی روغتیا وزارت له سایټ څخه خپور شوي دي.

۵- د آزموینی اخیستلو نیته وروسته اعلانیږي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۵:۳۱
Background image

خبرتیا!

د هغو محترمو متخصصینو د پام وړ چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive)  ازموینه کې بریالي شوي دي:

هغه محترم متخصصین چې د ۱۴۰۴ هجري کال جامع (Comprehensive) ازموینه بریالي شوي، کولای شي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

د ټولو محترمو ساختماني او لوژستیکي شرکتونو د پام وړ:

بلنه!

د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د دې وزارت اړوند ټولې ودانېزې، د اجناسو او خدمتونو پروژې په شفافیت سره تر سره او د ازادې داوطلبۍ له مخې مستحقو شرکتونو ته ورکړل شي دا وزارت په پام کې . . .

Back to announcements