د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاعلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د اسلامي هېوادونو سازمان د پروژو له مسؤل، ښاغلي خلیل ابراهیم سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۴:۴۸
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د مور او ماشوم روغتیا ته پر ځانګړې پاملرنې، د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړولو او ورته نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هېواد په لرې پرتو سېمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو تر څنګ، د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړول او د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه له خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل، موږ هڅه کوو؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته په کور دننه په ټولو روغتیايي برخو کې خدمتونه وړاندې کړو.

 له بل لوري د اسلامي هېوادونو سازمان د پروژو مسؤل، ښاغلي خلیل ابراهیم د دې سازمان د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې موږ به په نېږدې راتلونکي کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د روغتیايي مرکزونو د جوړېدو او نورو روغتیايي برخو کې د مرستې په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د کندز ولایت د ګلتپې ولسوالۍ په ارباب موسی کلي کې یوه نوې روغتيايي ځاله پرانيستل شوه

د دغې روغتيايي ځالې پرانيسته د کندز ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت، د BDN دفتر د شمال‌ختیځ زون مسؤل ډاکټر عبدالحسیب صاحبزاده، د سیمې د مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د کابل ښار سید نورمحمد شاه مینې لېسه کې د څه باندې ۲۰۰۰ زده‌کوونکو په شتون کې د نشه‌يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، په کې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یو شمېر نړیوالو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د Akbar, OPM, SAF, MdM, AHDS, PUAMI, TdH او INTERSOS موسسؤ استازو شتون درلود په کې د همغږۍ پیاوړتیا، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د درملو د وارداتو او مقرراتي محدودیتونو،. . .

BACK TO NEWS