ټول خبرونه
د غور ولایت تیوره ولسوالۍ په یخن سفلي کلي کې یو فرعي روغتیايي مرکز پرانیستل شو
دا فرعي روغتیايي مرکز د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غور ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس، د دې ادارې د کارکوونکو، د روغتیا سیمه ییزې شورا استازو، قومي مشرانو او د سیمې. . .
د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ دوام لري
د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو. . .
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د علمي کمپلکس فارما د زرقي سیفالوسپورین (سفټریاکزون ) د تولید خط پرانسته کې ګډون وکړ
په دې پرانسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، امارتي چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او ګڼو اکاډمیکو شخصیتونو ګډون درلود ښاغلي وزیر د خپلې وینا په ترڅ کې دا پرانسته. . .
د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی ریاست اړوند ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري د دې ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو
یاد ورکشاپ چې د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل له لوري تر سره شو، په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اداري چارو د ښه ترسراوي، د برنامو غوره مدیریت، راپور لیکنې ،. . .
د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا برخې مسؤلینو کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته په یاده برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کړي دي
د دغو خدماتو په وړاندې کولو سره د رواني روغتیا برخې مسؤلین توانېدلي، چې د وروستۍ زلزلې اغېزې راکمې او د خلکو په ذهني ارامتیا کې غوره بدلون راولي؛ ترڅو په ټولنې کې رواني روغتیا خوندي، د. . .
د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده
د یاد نظارت موخه د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل. . .
د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یاد سیسټم د تشریح کولو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!
د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یو درې ورځني ورکشاپ ترڅ کې ورپېژندل شو، چې له مخې به یې په چارو. . .
هلمند ولایت کې دوه موټره قاچاقي درمل ونیول شول
دوه موټره درمل چې غوښتل یې له قاچاقي لارې هېواد ته داخل شي، د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ د جرمونو د څار آمریت له لوري په مارجه ولسوالۍ کې ونیول شول.
یاد درمل د هلمند د عامې روغتیا. . .
د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال تخصصي ارتوپيدي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د روغتیایي سکټور کارکوونکو تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ پراخولو او د کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال. . .
