د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري پکتیا ولایت کې له بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل
د دغو نظارتونو پر مهال د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو څرنګوالی، روغتیايي وضعیت، د خدماتو لا ښه والي په موخه شوي وړاندیزونه او شته ستونزې وڅېړل شوې او د روغتیايي ارقامو د کیفیت له بهیر څخه هم څارنه ترسره او د ارقامو د کیفیت په پار د ډاډ ترلاسه کولو په موخه اړوند اسناد او معلومات هم وکتل شول. همدارنګه، د سرویلانس د ساحوي سایټونو خدمات او فعالیتونه له نږدې وکتل شول او اړونده ارزونه یې ترسره شوه.
دغه راز، د ترسره شويو نظارتونو راپور د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي ته وړاندې او د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي، کیفیت لوړولو او شته ستونزو حل په موخه به د اړوندو تطبیقوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره هم شریک شي.
