ښاغلی حديد الله ذاکري د عامې روغتيا وزارت د مرستو د همغږۍ او روغتيايي سیستم د پیاوړتیا رياست د رئيس په توګه وټاکل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۹:۸
Introduction

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر رياست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ ښاغلی حديد الله ذاکري د عامې روغتيا وزارت د مرستو د همغږۍ او روغتيايي سیستم د پیاوړتیا رياست د رئيس په توګه وټاکل شو.

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر رئيس، ملا محمد حسن محمدزي او د ياد رياست کارکوونکو شتون درلود.

د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده، ښاغلي ذاکري ته د ولس د ښه خدمت او په نوې دنده او مسئولیت کې د بریالیتوب دعا وکړه.

ښاغلی حدید الله ذاکري تر دې وړاندې د عالیقدر رياست الوزراء عالي مقام د سياسي معاونيت د سیاسي انسجام د رئيس او همداراز د روغتیا وزارت د سلاکار په توګه دندې سرته رسولي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS