ډاکټر کریم‌الله حلیمي د نیمروز د بېرته راستنېدونکو کمپ روغتیایي مرکزونه وڅارل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د AADA ، IOM او Relief International مؤسسو اړوند د بېرته راستنېدونکو کمپ له روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد  کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي پلاوي د نیمروز ولایت د بېرته راستنېدونکو کمپ د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو او امبولانس خدمتونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

د نظارت رئیس همداراز، د روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په مراکزو کې نورې څانګې هم فعالې کړي؛ ترڅو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته باکیفیته او پر وخت خدمتونه وړاندې شي، هغه روغتیايي کارکوونکو ته هم سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د غوره چلند سربېره هغوی ته ټول اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون کې ۶۰ تنه روږدي له درې میاشتنیو حرفوي زده‌ کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول

د فارغ شویو کسانو له ډلې څخه ۳۲ تنه د موټرسایکل ترمیم زده‌ کړو او ۲۸ تنه د سولري سیسټم د نصب او ترمیم مهارتونو زده کړې څخه فارغ شول، چې هر فارغ ته د فراغت رسمي سند ترڅنګ د خپل مسلک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۰:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د عدلي طب ریاست تر چتر لاندې په لمړي ځل د (DNA) معایناتو اړوند لابراتوار پرانیست غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر. . .

BACK TO NEWS