پکتیکا ولایت کې د کتلوي معافیت ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۵
MOPH

دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په هڅو او همغږۍ د یونیسیف ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ د شاوخوا دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې رغنیزې چارې به یې د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د پکتیکا والي ښاغلي مولوي عبدالخالق عابد، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالله جان حقمل، د یونیسیف ادارې مسؤلینو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

 د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یادې ودانۍ جوړول روغتیا برخه کې د شوې ژمنتیا برخه وبلله، دا کړنه یې د پکتیکا اوسېدونکو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه او ویې ویل: «د عامې روغتیا وزارت په خپل ټول توان هڅه کوي، چې د هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه تر سره او روغتیايي خدمتونه لا پیاوړي او معیاري کړي».

دغه راز د پکتیکا والي، مولوي عبدالخالق عابد وویل: «دا ولایت پراخه اراضي لري او خلک یې روغتیا برخه کې لا ډېرو اسانتیاوو ته اړتیا لري، چې باید د شته خدمتونو سربېره ورته ځانګړې پاملرنه وشي».

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS