په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د جوزجان والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي، د عامې روغتیا رئیس سید ذبیح الله حسيني، د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر دغه روغتون خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي پراخېدو، د ناروغانو د ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مهم وباله او ويې ويل، د دې ډول پروژو پلي کېدل به په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.
د یادونې وړ ده، دا په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو عمومي روغتونونو له ډلې څخه هغه لومړی روغتون دی، چې عملاً یې د عامې روغتیا وزیر له لوري د جوړېدو ډبره کېښودل شوه، چې دغه اقدام به په ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا بهیر ته عملي زمینه برابره او اساسي او ثانوي روغتیايي خدمتونو ته به د لاسرسي کچه لوړه کړي.
