مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو لېږد په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت او افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک د معرفي او پلي کېدو په موخه ترسره شوه، په کې د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو امرینو، د درملو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست استازو، د افغان پُست دولتي شرکت او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو ګډون درلود.
د هوکړه لیک موخه له ګمرکونو څخه اخیستل شوې نمونې د کیفیت، مؤثریت او خوندیتوب ارزونې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته د لېږد یو منظم، شفاف او اغېزمن میکانیزم رامنځته کېدل دي؛ څو بازار ته د غیر معیاري روغتیایي محصولاتو او درملو وړاندې کېدو مخه ونیول شي او د خلکو روغتیا خوندي شي.
په دې ناسته کې د هوکړه لیک ګټې، د نمونو د لېږد بهیر، د اړوندو ادارو مسؤلیتونه او رولونه تشریح شول او د یاد میکانیزم له مخې به هغه نمونې چې له ګمرکونو څخه د کنټرول او ارزونې په موخه اخیستل کېږي، د افغان پُست دولتي شرکت له لارې په خوندي او معیاري ډول مرکزي لابراتوارونو ته لېږدول کېږي.
همدارنګه، د مرکز او ولایتونو ترمنځ پر همغږۍ، د نمونو د لېږد بهیر پر چټکتیا، د ولایتي مسؤلینو د پوهاوي پر لوړولو او د دې پروسې پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.
