د ICU متخصص ډاکټر (بلخ)
Publish Date
Closing Date
دنده: د ICU متخصص ډاکټر (بلخ )
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: بلخ
د دندې ځای: د ابو علي سینا بلخي روغتون د جدي څارنې (ICU) څانګه
د بست شمېر: ۲
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان پیل نېټه : ۲۳/۰۱/۱۴۰۵
د اعلان پای نېټه : ۳ /۰۲/۱۴۰۵
د دندې لنډیز :
د جدي څارنې د څانګې (ICU) متخصص مسؤلیتونه د بستر شویو ناروغانو منظمه معاینه، د ناروغانو د تاریخچې تکمیل، فزیکي معاینه، لابراتواري ازموینې، د ناروغانو مدیریت او تداوي، په داخل خدمت روزنو کې ګډون او د نویو کارکوونکو روزنه؛ خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
مسؤلیتونه:
- د بستر شویو ناروغانو تاریخچه اخیستل او اړوند اسناد تکمیلول.
- د ناروغ د اړتیا له مخې فزیکي معاینه ترسره کول.
- د ناروغ د اړتیا، رهنمودونو او فورمونو مطابق د لابراتواري او رادیولوژي ازموینو تکمیل، تحلیل او تفسیر.
- د ناروغ د اړتیا او د جدي څارنې د څانګې د مسؤل د هدایت مطابق منظم کلینیکي ویزت ترسره کول.
- د تاریخچې، فزیکي معاینې او لابراتواري پایلو پر اساس د ناروغۍ دقیق تشخیص.
- د تشخیص او اړتیا مطابق د بستر شویو ناروغانو تداوي توصیه او مدیریت.
- ډاډ ترلاسه کول چې د ICU اړوند پروسیجرونه په ناروغانو سمه توګه پلي شوي.
- د جدي ناروغانو مشوره، مدیریت او منظم تعقیب د هغوی د وضعیت مطابق.
- د ارقامو راټولو له میتودونو او وسیلو سره سم د ارقامو په راټولو کې مرسته کول.
- د نوو کارکوونکو او محصلینو (ټریني) کسانو په روزنه کې فعاله ونډه اخیستل.
- د ورځنیو دندو پر مهال د ځانګړو معیارونو، پروتوکولونو، کړنلارو او مقرراتو رعایت.
- د خپل مسلکي ظرفیت لوړول او په هغو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کول چې ورته ټاکل کېږي.
- د معیارونو د پلي کېدو لپاره د کړنلارې (Action Plan) په چمتو کولو او د ICU د معیارونو په ربع وار بیاکتنه کې ګډون.
- په ICU کې د ناروغانو او پایواز لپاره د وقایوي او لومړنیو روغتیايي مشورو وړاندې کول.
- د تقسیم اوقات مطابق د شپې نوکریوالي ترسره کول.
- په ICU او روغتون کې د انتان او وقایې په برخه کې فعال ګډون.
- د پروژې د آمر او د جدي څارنې د مسؤل د هدایت مطابق د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول.
- د جدي څارنې د څانګې د انچارج پر وړاندې مسؤل او ځواب ویونکی دی.
د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:
- باید افغان تابعیت ولري.
- د راجستر شوي پوهنتون څخه د معالوي طب MD سند ولري.
- د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لهخوا تصدیق شوی د تخصص سند ولري.
- د داخله عمومي، جراحي عمومي یا انستیزیا متخصص وي (عمومي داخله متخصص ته ترجیح ورکول کېږي).
- د افهام او تفهیم ښه مهارت ولري.
- له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه برخورد او مناسب چلند ولري.
- په دری، پښتو او انګلیسي ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت ولري.
- د کمپیوټر ابتدایي مهارت ولري، په ځانګړي ډول په MS Office پروګرامونو کې.
ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.
"Paul L. Marino MD PhD FCCM - Marino’s The ICU Book_ Print + Ebook with Updates (ICU Book Marino)-LWW (2013). (1
رهنمود اعلان :
کاندیدان محترمکولای شي خپل سوانح (CV) د اعلان سره سم یاد ایمیل ادرس mophgdhr1444@gmail.com ته واستوي، او یا دې د هغې هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د چارو د عمومي ریاست د اعلاناتو او کاریابۍ عمومي مدیریت ته، چې د عامې روغتیا څلورلارې، خان کابل کې موقعیت لري، وسپاري
یادونه: د بست عنوان او مطلوب ولایت په ایمیل کې د subject برخه کې لیکل حتمي دي.
د اړتیا په صورت کې، کولای شئ له (0202312422) شمیرې سره اړیکه ونیسئ او خپله ستونزه حل کړئ.