د کندهار ولایت عامې روغتیا ریاست له لورې په زیاته اندازه راټول شوي بې کیفیته درمل له منځه یوړل شول
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو د برسۍ ټیم، د اړوندو ادارو استازو سره په ګډه د دغه ولایت ښار او ولسواليو څخه بې کیفیته درمل، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د نظارتونو پایله کې راټول کړي وو د اړوندو ادارو په شتون کې له منځه یوړل