د فراه ولایتي روغتون کې د ډیجیټل ایکسری ماشین او د غونډو د تالار پرانیسته وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۸
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د فراه والي، الحاج مولوي غوث الدین "رهبر"، د عامې روغتیا رئیس الحاج مولوي شیخ میر "صدام"، روغتیايي کارکوونکو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي شیخ میر "صدام" وویل: (دا ډیجیټل ایکسری ماشین به د تشخیص په برخه کې شته نیمګړتیاوې حل او ناروغان به له دې وروسته د ځینو ناروغیو تشخیص لپاره نورو ولایتونو ته د سفر کولو اړتیا ونه لري).

نوموړي همداراز زیاته کړه، د غونډو نوی تالار چې د ۱۰۰ کسانو ظرفیت لري، له دې وروسته به د یاد روغتون روغتیايي کارکوونکو لپاره د ټولو ورکشاپونو او سیمنارونو کوربه وي او د خصوصي تالارونو کارولو اړتیا به نه پېښیږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۹
Background image

ننګرهار ولایت کې تورخم ۲۰ بستریز روغتون سره د شاوخوا ۱۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه

دغه وسایل چې مجموعي قیمت یې ۱۶ زره او ۸ سوه امریکایي ډالر ښودل شوی، په کې پرمختللي طبي وسایل او یو عدد پرمختللی د تلویزیوني معایناتو ماشین شامل دی، چې په وسیله به یې بېرته راستنېدونکو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۶
Background image

هند هېواد د خپلو بشري مرستو او روغتیايي همکاریو پر دوام ۱۳۱ کارټنه ټي‌ ډي (Td) واکسین د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل

یاد واکسین د ټي‌ ډي (دیفتري او کزاز) له ګډ ترکیب څخه جوړ شوی، چې هر ویال یې ۱۰ دوزه لري.

 همدارنګه، په هر کارتن کې ۷۶۸ دوزه واکسین شامل دي، چې د وقایوي واکسیناسیون پیاوړتیا او د. . .

BACK TO NEWS