د عامې روغتیا وزیر د ننګرهار سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۵۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سیمه ییز  روغتون د بېلا بېلو څانګو څخه د نږدې لیدنې سربېره د شته نیمګړتیاوو د حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره او د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS