د عامې روغتیا وزیر بادغیس ته د سفر پرمهال دې ولایت کې له روغتیايي کارکوونکو، د خصوصي سکټور، تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو او قومي مشرانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۲۶
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر پرمهال دې ولایت کې له روغتیايي کارکوونکو، د خصوصي سکټور، تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو او قومي مشرانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر، د بادغيس والي حافظ محمد امین جان عمري، د ياد ولایت د عامې روغتیا رئيس  مولوي خان محمد همت، د روغتیا وزارت مرکزي رئيسانو، د خصوصي سکټور، تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

د یاد ولایت روغتیايي مسئولینو، د عامې روغتیا له وزیر سره د دغه ولایت روغتیايي برخه کې شته ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې چې په کې د نويو روغتونونو جوړول، د کارکوونکو زیاتوالی، د اکمال تخصص برنامې پیل او نور شامل وو، شریک کړل.

د عامې روغتیا وزیر، د روغتیايي مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې وویل: پخوا دې ولایت کې روغتیايي برخه د مسئولینو له لورې له پامه غورځول شوې وه، چې له دې وروسته به ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

ښاغلي وزیر دغه راز  ژمنه وکړه، چې شریکو شویو ستونزو ته به د حل لار پیدا کړي؛ تر څو د یاد ولایت اوسېدونکې روغتیايي خدمتونو ته لاس پیدا او نورو ځایونو ته د درملنې په موخه له تګ خلاص شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS