د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ارزګان له والي، مولوي عنایت الله شجاع سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې ارزګان ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د ارزګان والي، د عامې روغتیا وزارت له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې تر څنګ د ولايتي روغتون د ارتقاﺀ غوښتنه وکړه؛ ترڅو د یاد روغتون د بسترونو شمېر له ۱۰۰ څخه ۲۰۰ ته زیات او د بستر ناروغانو لازمې اړتیاوې پوره شي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ارزګان والي ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، شته ستونزو د حل او اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته لازم او عادلانه روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.