د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس د هلمند روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د BPHS او EPHS ورټیکل پروژو او د خصوصي روغتيايي سکټور اړوند یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې په هېواد کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د هلمند عامې روغتیا له رئیس، مولوی فضلي احمد شفیع الله سره ناسته ترسره کړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او له پلان سره سم یې د یاد ولایت مرکز لښکرګاه او ناوې، نادعلي، ګرمسیر، مرجه، نوزاد، موسی قلعه، نهر سراج او بهرام چه ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو له ټولو څانګو څخه نظارت وکړ، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

 د نظارت رئیس، همداراز د بستر ناروغانو احوال واخیست او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې له ناروغانو سره د ښه چلند سربېره هغوی ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS