د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په خپل کاري دفتر کې د یونیسف نړیوالې ادارې له تخنیکي استازو سره د ګډ نظارتي چک لېست د جوړېدو په موخه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت او یونیسف نړیوالې ادارې ترمنځ د ګډ نظارت لپاره د یو جامع، معیاري او واحد چک لېست پر جوړښت او د هغه د تطبیق پر څرنګوالي هر اړخیز بحث ترسره او په ډېرو مواردو توافق وشو.
ټاکل شوې ده، چې د دغه ګډ نظارتي چک لیست په بشپړېدو او د مقام له تائید وروسته به دواړه لوري ګډې نظارتي چارې پیل کړي؛ څو نظارتونه لا اغېزمن شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې به د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست او یونسیف نړیوالې ادارې له لوري جلا جلا نظارتونه ترسره کېدل؛ خو د دې نظارتونو اغېز د یونیسف په پرېکړو او تعقیبي اقداماتو کې محدود وو، ځکه چې تطبیق کوونکې مؤسسې له یونیسف سره قراردادي اړیکه لري او د همدې ستونزې د حل کولو او د نظارت د اغېزمنتیا لوړولو په موخه د څارنې او پلټنې لوی ریاست د نوښت په توګه د ګډ نظارت میکانیزم رامنځته کول اړین وبلل.
