د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
moph

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونکي ګډون لري، چې موخه یې د کارکوونکو د تخنیکي وړتیاوو لوړول او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید د څارنې کیفیت ښه‌ والی دی.

د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې متخصص، نذیر محمد پویا وویل: چې د روان کال له پیل راهیسې د GMP په برخه کې دوه تخصصي روزنیز پروګرامونه ترسره شوي او د نورو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو پلان هم شته.

همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان د روزنیزو پروګرامونو مسؤل، ډاکټر شمس‌ الله مومند، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه د دې سازمان د همکاریو پر دوام او د نړیوالو متخصصینو د ګډون لپاره پر زمینې برابرولو ټینګار وکړ.

په دې روزنیز پروګرام کې به ګډونوالو ته د ښه تولید بنسټیز اصول، د کیفیت مدیریت، درمل جوړونې سیستمونه، تجهیزات او کارکوونکي، لومړني توکي، روغتیا ساتنه او پاک‌ کاري، د کیفیت کنټرول، د عرضه‌ کوونکو ارزونه، د هوا او اوبو سیستمونه او د تأیید او اعتبارسنجۍ کړنلارې په نظري او عملي ډول وروښودل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS