د عامې روغتیا وزارت د زندانونو د روغتیا امر په ننګرهار ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو سره ولیدل

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د زندانونو د روغتیا امر په مشرۍ ننګرهار ولایت ته تللي پلاوي د دغه ولایت په زندانونو کې د روغتیايي خدمتونو پياوړتیا په موخه د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو سره د عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف په شتون کې  ناسته  ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د محبسونو د روغتیا امر ډاکټر کریم الله مهربان د زندانونو څخه د لیدنې او څارنې راپور وړاندې کړ او هم یې د عمومي او ماشومانو محبسونو لپاره د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه د درملو، پاکو اوبو او سیمه ییز روغتون کې د زندانیانو د ښې درملنې سپارښتنې وکړې.

یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو موسسو استازو ډاډ څرګند کړ چې د عامې روغتیا وزارت د لایحې مطابق به محبسونو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS