د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس له لوري د دایکندي روغتیایي خدمتونو ارزونه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني دایکندي ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سليم حقاني د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د ولایتي روغتون خدمتونه و ارزول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړې.

د داخلي تفتیش رئیس همداراز، د دایکندي ولایت د روږدو ناروغانو درملنې روغتون څخه هم لیدنه وکړه او له روغتیايي کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او پر ښه چلند سربېره ورته معیاري خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS