د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د یو شمیر جوړیدونکو برخو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱۴
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د سرطاني ناروغیو درملنې نوي جوړېدونکي ۵۰ بستریز روغتون او په سیمه ییز روغتون کې د یو شمېر جوړېدونکو برخو له چارو لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې چې د روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و، ښاغلي مرستیال د سرطاني ناروغیو ۵۰ بستریز او سیمه ییز روغتون بېلا بېلې برخې له نږدې ولیدې، په روغتونونو کې یې په نویو رامنځته شويو پرمختګونو خوښي څرګنده، مسئولینو ته یې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه سپارښتنې ترسره او د خدماتو لا ښه والي په موخه یې د یو شمېر همکاریو  ډاډ څرګند کړ.

ښاغلي مرستیال دغه راز، د بي بي فاطمةالزهرا ولایتي روغتون له خدمتونو هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته په وخت رسېدنه ترسره او د درملنې برخه کې یې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS