د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت په کندهار ولایت کې د میندو، ماشومانو او داخله ناروغانو لپاره د یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړېدو په موخه له قطرالخیریه سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۳۵
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د افغانستان لپاره د قطر شارژدافیر ډاکټر مردف علي القاشوطي، د قطر الخیریه ټولنې مشر ډاکټر منعم شاه او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر وویل: ( د یو ۴۰۰ بستریز تخصصي روغتون د جوړولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې د قطر هېواد ( پراختیایي بودیجې ) په مالي مرسته به په کندهار ولایت کې جوړ شي او په جوړولو سره به یې د کندهار او جنوبي ولایتونو خلک د مور، ماشوم او داخلې برخو تخصصي روغتیایي خدمتونو ته اسانه لاسرسی ولري).

د عامې روغتیا وزیر، د قطر دولت او د قطر خیریه ټولنې څخه د دې ټولګټې پروژې برخه کې د دوی د ملاتړ په موخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، " زه باور لرم، چې د دې روغتون په جوړولو سره به د میندو او ماشومانو لوی شمېر کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي".

همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د قطر شارژدافیر ډاکټر مردف علي القاشوطي وویل: " د خوشحالۍ ځای دی، چې د دې روغتون په جوړولو سره به د مور او ماشوم مړینه کمه شي.

سربېره پردې، ښاغلي القاشوطي د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ او د میندو او ماشومانو روغتیایي حالت ښه کولو کې د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې یاد روغتون به نه یوازې د کندهار ولایت، بلکې د هېواد جنوبي ولایتونو اوسېدونکو ته هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د دې ولایتونو خلک به کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

 

بل لور، د قطر الخیریه د افغانستان لپاره رئیس، ډاکټر منعم شاه وویل: ( نن موږ دلته راټول شوي یو؛ تر څو د یو روغتون د جوړېدو هوکړه لیک، چې د قطر خیریه ټولنې له لوري په افغانستان کې تر سره کېږي، لاسلیک کړو، دا د میندو او ماشومانو د روغتیا او هوساینې لپاره زموږ د ژمنې یو نوی فصل دی او دا پروژه یوازې د یو ودانۍ جوړول نه دي، بلکې یوه ریښتینې ژمنه ده).

د یادونې وړ ده، چې د دې روغتون د جوړولو چارې به په دوه نیمو کلونو کې بشپړې او د پورته ذکر شویو څانګو سربېره به نسایي ولادي، لابراتوار، داخلې، جراحي عملیاتونو، ماشومانو او نورو مهمو او اړینو څانګو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS